پاکستاني رسنۍ: اټک کې پر زده‌کوونکو د یو برید له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د اټک پله ته څېرمه د پنجاب لوري ته په ډنډي کوټ سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د ښوونځي پر یوه موټر ډزې کړې چې له امله یې دوه زده‌کوونکي وژل شوي او د چلوونکي په ګډون شپږ تنه ټپیان دي.

ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د دوی ژغورنکې ډلې ټپي زده‌کوونکي په بېړه ځايي روغتون ته رسولي دي.
پولیس وايي، برید کوونکي یې تر څار لاندې دي او په دې برخه کې نورې پلټنې هم روانې دي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په اټک کې د ښوونځي پر زده‌کوونکو برید په کلکه غندلی او امنیتي ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې په دغې پېښه کې ښکیل کسان ونیسي.
ویل کیږي د وژل شویو او ټپیانو زده‌کوونکو عمرونه له پنځو تر لسو کالو پورې دي.
هغه د پېښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره د دغې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا غوښتنه کړې.
داسې پېښې له اټک پورې غاړه په خیبرپښتونخوا کې ډیرې کیږي، تر دې وړاندې د دغې صوبې په بیلابیلو پیښو کې په ډزو او بمي چاودنو کې زده‌کوونکي په نښه شوي او د دې تر څنګ د هغوی ښوونځي هم په بمونو الوځول شوي دي

نور خبرونه

رادیو