شپږیزه لیګ؛ د ۱۵مې لوبې پچه بند امیر لوبډلې وګټله او د مس عینک په وړاندې توپ وهنه کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د نهم پړاو شپږیزې لیګ د ۱۵مې لوبې پچه د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د بند امیر لوبډلې وګتله او د مس عینک لوبډلې په وړاندې یې لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
مس عینک لوبډله تر دې مهاله د یاد لیګ له مخکښو لوبډلو څخه ده.

په ننۍ لوبه کې د بند امیر لوبډلې له پاره شمس الرحمن، خلیل احمد، عبدالله احمدزی، حشمت الله شاهدي، کریم جنت، محبوب تسکین، ننګیال خروټی، امیر حمزه، الله محمد غضنفر، صدیق الله اتل، ریاض حسن په یولس کسیز نوملړ کې اخیستل شوي دي.
همدارنګه د مس عینک لوبډلې له لوري بیا نسیم منګل، ناصر جمال، ابراهیم ځدراڼ، نوید عبید، افسر ځاځی، وفي الله تره‌خېل، رحمان الله ځدراڼ، محمد نبي، عبدالرحمن، ضیا اکبر او واحد په یولس کسیز نوملړ کې اخیستل شوي دي.
په روانو لوبو کې ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ مس عینک یوه لوبه بایللې او د اتو نومرو په لرلو سره د جدول په لومړي سر کې ځای لري.
همدارنګه د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ بند امیر لوبډلې بیا دوه لوبې بایللې دي او د شپږو نومرو په لرلو سره د جدول په دویم مقام کې ځای لري.
مس عینک او بند امیر د روان لیګ مخکښې لوبډلې دي.
دغه سیالي د ځوانو استعدادونو د لټون‌ په موخه د اګسټ میاشتې په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبدلو ترمنخ پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵ نېټې به دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو