افغانستان له نن څخه ۱۰۵ کاله وړاندې د خپل وطنپال او روڼ اندي پاچا شاه امان الله خان په مشرۍ د انګلیس د امپراتورۍ په ضد جګړه کې د بریا له ګټلو وروسته بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه.
افغانستان داسې وخت د انګرېزانو له یوه تحت الحمایه هېواد څخه په یوه خپلواک هېواد بدل شو، چې د اسیا د براعظم زیاتره هېوادونه د استعمار د تسلط لاندې وو او د انګلیس په امپراتورۍ کې لمر نه پرېوته.
په نولسمه پیړۍ کې له سویل او ختیځ څخه په هند کې د بریتانیا د امپراتورۍ له خوا د پراختیا غوښتنه او له شمال څخه د روس د تزارۍ امپراتورۍ تعارض په افغانستان کې دراني پاچاهي په جغرافیوي او پوځي توګه محاصره او محدوده کړه.
د سیمې څخه یې د مالي عایداتو د ترلاسه کولو لار پرې وتړله، انګرېزانو ترې په ختیځ او سویل کې پراخه او د ستراتیژيک اهمیت لرونکې د افغانستان خاوره او نفوس هم اشغال کړی و.
د بهرنیو عوایدو له لاسه ورکول افغانستان ته سخت تمام شو، ځکه چې د افغانستان خپل کورني اقتصاد د وروسته پاتې کرنې او مالدارۍ پورې محدود وو.
دې محصولاتو دومره عاید او ماليه نه لرله، چې د نوي عصر قوي دولتي نظام یا غښتلی پوځ یې پرې جوړ کړی او چلولی وای.
ځکه د افغانستان واکداران د خپل هېواد د دولتي نظام د چلښت لپاره د ابر قدرتونو په مالي مرستو باندې په اتکا کولو مجبور وو او ابر قدرتونو په ځانګړې توګه د انګلیس امپراتورۍ د مالي مرستو په بدل کې سیاسي امتیازات او ګټې تر لاسه کولې.
که څه هم په نولسمې پېړۍ کې افغانانو دوه ځله په خپلې مېړانې او سر ښندنې د انګرېزانو له خوا د افغانستان د اشغال هڅه ماته کړه؛ خو په ۱۸۸۰ کې، چې کله د انګلیسانو د تعرض، کورني ناورین او د ستونزو په جریان کې سردار عبدالرحمان خان په افغانستان کې د یوه غښتلي دولتي نظام د جوړولو اراده وکړه؛ نو هغه د برېتانوي امپراتورۍ مالي او سیاسي مرستې ته اړتیا لرله.
د دغې مرستې په مقابل کې برېتانیا افغانستان خپل تحت الحمایه سیمه وګرځوله او د افغانستان بهرني او دفاعي پالیسي یې په خپل لاس کې واخیسته.
په همدغو شرایطو کې برېتانیا د افغانستان د اشغال شويو سیمو د خپل پلرني وطن څخه د رابېلولو لپاره په ۱۸۹۳ کې په افغانستان باندې د ډیورانډ د کرښې کرغېړنه معاهده هم تحمیل کړه.
په ۱۹۰۱ کې د امیر عبدالرحمان له مړینې وروسته د هغه زوی حبیب الله خان د هغه په ځای د افغانستان امیر شو.
د امیر حبیب الله خان په وخت کې په وضعیت کې کوم خاص بدلون رانغی؛ خو چې کله په ۱۹۱۹ کې د حبیب الله خان له مرګ څخه وروسته د هغه زوی امان الله خان د افغانستان امارت په لاس کې واخیست، نو د افغانستان په سیاسي وضعیت کې انقلابي بدلونونه رامنځته شول.
ځوان امیر امان الله خان د خپلې واکدارۍ له لومړۍ ورځې څخه په دې لټه کې و، چې څنګه د برېتانيا استعمار د غلامۍ جغ د افغانستان له مرۍ څخه لرې کړي.
په نوره نړۍ کې هم بدلونونه روان و، په روسیه کې د لینن په مشرۍ د بالشویکو سوسیالیستي انقلاب بریالی شوی و.
هند کې د ازادۍ نهضت په قوي کېدو و اږ ترکیې هم نوی جمهوري نظام جوړ کړ.
امان الله خان ولیدل، چې په دې وخت کې لومړۍ نړۍواله جګړه ایله پای ته رسېدلې وه.
که څه هم برېتانیې دا جګړه ګټلې وه؛ خو دغې اوږدې او لويې جګړې دوی ستړي کړي هم و، ځکه برېتانیې د جګړې په پای کې په ترکیه کې عثماني خلافت ړنګ کړی و، نو د نړۍ د نورو مسلمانانو غوندې په افغانانو کې هم د برېتانیا په ضد کرکه او دوښمني موجوده وه.
نو د پورته ذکر شویو شرایطو څخه په استفادې سره امان الله خان د افغانستان استقلال اعلان کړ او برېتانیا سره یې جګړه پیل کړه.
د ډیورنډ د کرښې نه شرق ته پرتو افغانانو هم د انګرېزانو په ضد پاڅونونه وکړل، افغانانو په کرمې او وزیرستان کې بریاوې تر لاسه کړې او برېتانیا مجبوره شوه، چې د افغانستان استقلال ومني.
دله دې وروسته امان الله خان په افغانستان کې په هلکانو او نجونو د معارف دروازې پرانستې.
په ۱۹۲۳ کې یې اساسي قانون جوړ کړ، په ۱۹۲۶ کې امان الله خان له امیر څخه پاچا شو.
هغه د افغانستان ښځو او نارینه و دواړو ته د رایي ورکولو حق ورکړ، د اقتصادي او صنعتي پرمختګ پلانونه یې جوړ کړل او په هغه یې عمل پیل کړ.
مطبعه یې جوړه کړه، ورځپاڼي، مجلې او کتابونه چاپ شول، ګڼ شمېر هېوادونو سره یې سفارتي مناسبات تامین کړل.
په انګلیسي استعمار د افغانستان د خپلواکۍ او د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ دا خبرې ښې ونه لګیدې او د برېتانوي دسیسو په پایله کې په ۱۹۲۸ کال کې سیاسي ناورین رامنځته شو او د کورنیو جګړو ګواښ وزېږېد.
شاه امان الله خان له وینې توییدنې څخه د هېواد د ژغورلو په موخه له واک څخه لاس په سر شو.
که څوک د افغانستان، د سیمې او نړۍ اوسني شرایطو ته وګوري، نو په دې خبره پوهېدل ګران نه دي، چې د تش په نوم لويې لوبې لوبغاړو (ابر قدرتونو) او د پاکستان او ایران غوندې غلبه غوښتونکو ګاونډیانو افغانستان یو ځل بیا په یوه تحت الحمایه سیمه (protectorate ) باندې بدل کړی دی.
د نړۍ د نورو هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا منل شوي جمهوري نظام ته د سیاسي انجینرۍ په وسیله سقوط ورکړل شو او د هغه په ځای افغانستان د ټوپکمارو یوې ډلې نامشروع واکدارۍ او استبداد ته وسپارل شو، چې ټول وګړي او په خاصه توګه ښځې یې د خپلو حقه حقونو څخه بې برخې دي.
اساسی قانون یا بل هیڅ قانون وجود نه لري، میلیونونه افغانان د خپل هېواد په پریښودلو مجبوره شوي دي، په نجونو د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي او د ښځو په مخ د روزګار او ژوند ژواک دروازې بندي دي.
د پخواني حکومت مامورین هره ورځ بندیان او وژل کیږی او له درېیو کلونو راهیسې نه د طالبانو په واکمنۍ کې کومه لویه یا وړه جرګه شوې او نه هم ټولټاکنې شوې دي؛ ځکه دا د برچې په زور تپل شوې واکداري راتلونکی نه لري.
پښتو کې متل دی، چې په زور کلی نه کیږي او بل متل دا دی، چې نن دی که سبا دی دا ملک د زرغون شاه دی.
د افغانستان څلوېښت ميلیونه خلک د افغانستان واقعي مالکان دي، د اګست د میاشتي دولسمه نېټه یعني د خپلواکۍ ورځ د دې ژمنې د تازه کولو ورځ ده، چې ټول افغانان به تر هغو په کراره نه کیني، چې تر څو یې د خپل هېواد استقلال او په هغه کې د ولس واک جوړ کړی نه وي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.