د ۲۰۲۵کال چمپینز ټرافي؛ د هند کرېکټ بورډ وايي، چې د ګډون په اړه یې تراوسه پرېکړه نه ده شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د هند کرېکټ بورډ مشر جې شاه وايي، چې په دغو سیالیو کې د ګډون په اړه یې تراوسه پرېکړه نه ده شوې.
هغه د ټایمز اف اېنډیا رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، هرکله یې چې په دې اړه دریځ روښانه شو؛ نو پرېکړه به له رسنیو سره شریکه کړي.

د ای سي سي د ۲۰۲۵کال چمپینز ټرافي چې د نوي کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان په کوربه‌توب پیلېږي، هند د یو لړ امنیتي اندېښنو له کبله په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره پرېکړه نه ده کړې.

دغه سیالۍ د فبروري په ۱۹مه پیلېږي او د مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې به د افغانستان، پاکستان، هند، انګلنډ، سوېلي افریقا، نیوزیلنډ، بنګله دېش او اسټرالیا لوبډلې برخه واخلي.
په تېر ۲۰۲۳ اسیا کپ سیالیو کې چې په پاکستان کې ترسره شوې، هغه مهال هم د هند لوبډلې په پاکستان کې په دغو سیالیو کې ګډون رد کړی و او پر ځای یې د هند ټولې لوبې په سریلانکا کې ترسره شوې.
له هند پرته، ټولې اته لوبډلې چې په چمپینز ټرافي کې برخه اخلي، لا دمخه په پاکستان کې لوبېدلې دي.
له بل پلوه د پاکستان کرېکټ بورډ وایي، چې هند پاکستان ته د نه راتلو کوم قوي دلیل نه لري.

نور خبرونه

رادیو