شپږېزه لیګ؛ بست ساتونکو له بند امیر لوبډلې څخه په سوپر اوور کې لوبه وګټله

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۴

په ننۍ سیالۍ کې د بند امیر ښامارانو د بست ساتونکو له لوري ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او منډې یې مساوي کړې.
لوبه سوپر اوور ته ووته او په سوپر اوور کې بست ساتونکو د بند امیر له لوري د منډو ورکړل شوی هدف پوره او بریا یې خپله کړه.

د نهم پړاو شپږېزې لیګ په پنځمه سیالۍ کې د بست ساتونکو لوبډلې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته په سوپر اوور کې ماتې ورکړه.
په روان لیګ کې دا د بست ساتونکو لوبډلې دویمه بریا وه.
د روان شپږېزې لیګ پنځمې سیالۍ پچه د حشمت الله شاهدي په مشری د بند امیر ښامارانو لوبډلې وګټله او بست ساتونکو لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د بست ساتونکو لوبډلې د خپلو اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې جوړې کړې.
د سیالۍ په لومړۍ برخه کې د بست ساتونکو لوبډلې لپاره محمد شهزاد محمدي ۴۶، ګلبدین نایب ۳۰ او فرید احمد ۱۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې د بند امیر ښامارانو لپاره افتاب عالم ۳ او امیر حمزه دوه وېکټې تر لاسه کړې.
د لوبې په دویمه برخه کې د بند امیر ښامارانو توپ وهونکو په شل اورونو کې ۱۷۹ منډې جوړې کړې، لوبه مساوي او سوپر اوور ته ولاړه.
په سوپر اوور کې د بند امیر ښامارانو توپ وهونکو ننګیال خروټي او کریم جنت سیالې لوبډلې ته د ۱۳ منډو هدف ورکړ.
خو د بست ساتونکو توپ وهونکو ګلبدین نایب او نجیب الله تره‌کي د ۱۳ منډو هدف پوره او لوبه یې د بست ساتونکو په بریا پای ته ورسوله.
د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه بشیر احمد ته ورکړل شوه.
د شپږېزې لیګ شپږمه سیالي نن له غرمې وروسته د سپین غر پړانګانو او مس عینک اتلانو تر منځ ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو