د شپږېزې لیګ په شپږمه سیالۍ کې د ابراهيم ځدران په لوبډلمشرۍ مس عينک اتلانو د ۷ ويکټو په توپير د سپين غر پړانګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د مس عينک اتلانو لوبډلمشر ابراهيم ځدران ځوان لوبغاړي وفي الله تره خېل ته د ښه توپوهنې له کبله خپل بېټ هم ډالۍ کړ.
د لوبې پچه د سپين غر پړاګانو لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان کرېکټ بورد وایي، سپين غر لوبډلې په ۱۹.۲ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مس عينک اتلانو لوبډلې ته ۱۰۶ منډې هدف وټاکه.
د مس عينک اتلانو په لوبډله کې ضياء الرحمان اکبر او وحيدالله ځدران دوه - دوه لوبغاړي وسوځول.
د مس عينک اتلانو لوبډلې په ۱۲،۳ اور کې د خپلو درېيو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ويکټو په توپير وګټله.
دا په همدې سياليو کې د مس عينک اتلانو دويمه بريا ده، چې تر لاسه کوي يې.
د شپږیزې لیګ کرېکټ سیالۍ په کابل کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پيل شوي دي.