شپږیزه لیګ؛ بندامير ښامارانو د پنځو ويکټو په توپير امو نهنګانو ته ماته ورکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۳

د شپږېزي لیګ په څلورمه سیالۍ کې د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ بندامير ښامارانو د پنځو ويکټو په توپير امو نهنګانو لوبډلې ته ماته ورکړه.

د شپږيزې لیګ په دې سياليو کې بندامير ښامارانو دا دويمه پر له پسې بريا او د امو دويمه ماته ده.

د لوبې پچه د د شرف الدين اشرف په لوبډلمشرۍ امو نهنګانو وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرېکټ بورد وایي، امونهنګانو لوبډلې په ۲۰ اوره کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره بندامير لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د امونهنګانو په لوبډله کې زبيد اکبري ۵۸، عبدالمالک ۲۵ او لوبډلمشر شرف الدين اشرف ۲۴ منډې وکړې.

د بندامير لوبډلې په توپ اچوونکو کې الله محمد غضنفر، ننګيال خروټي، امير حمزه، حشمت الله شهيدي او افتاب علم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د بندامير ښارمانو لوبغاړو دغه هدف په ۱۹.۲ اور کې د خپلو پنځو ویکټو په ترلاسه ورکولو پوره کړ.

د شپږیزې لیګ کرېکټ سیالۍ له یوه کال ځنډ وروسته د تېري دوشنبې په ورځ په کابل کې پيل شو. په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې لوبیږي.

نور خبرونه

رادیو