د نهم پړاو شپږیزې لیګ په لومړی لوبه کې د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ بند امیر لوبډلې سپین غر پړانګانو ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په نننۍ لوبه کې د بند امیر لپاره په توپ وهنه کې صدیق اتل ۶۹ منډې جوړې او په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر او امیرحمزه درې درې ویکېټې واخیستې.
د شپږیزې لیګ د لومړی سیالۍ پچه د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله او بند امیر ښارمارانو لوبدلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د بند امیر ښارمارانو لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د شپږو ویکېټو په سوځېدو سره د سپین غر پړانګانو لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ.
د بند امیر ښارمارانو لپاره صدیق اتل ۶۹، کریم جنت ۳۴، ننګیال خروټي ۲۱ او اصف موسی زي۱۷ منډې جوړې کړې.
خو په توپ اچونه کې بیا د سپین غر پړانګانو لپاره ظاهر خان درې، عصمت عالم او سمیع الله شینواري یوه یوه ویکېټه واخیسته.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د پړانګانو لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې او نهه ویکېټې یې له لاسه ورکړې او ونه توانېدل چې د بند امیر لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.
د سپین غر پړانګانو لپاره د توپ وهنې په برخه کې بهیرشاه محبوب ۳۸، حسن عیسی خیل ۲۴ سمیع شینواري ۲۱ او اکرام علیخیل ۲۰ منډې جوړې کړې.
خو د توپ اچونې په برخه کې بیا د بند امیر ښامارانو لپاره الله محمد غضنفر او امیر حمزه درې درې، ننګیال خروټي دوه او افتاب عالم یوه ویکېټه واخیسته.
نن د افغانستان پر وخت د ورځې دوه بجې دویمه لوبه د امو او مس عینک لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.