د افغانستان د کورني کرېکټ ستر لیګ نهم پړاو شپږیزه لیګ د سپین غر پړانګانو او بند امیر ښامارانو په لوبه پیل شو.
نن به دوه لوبې کیږي، چې دویمه لوبه کې امو او مس عینک یو د بل په وړاندې لوبیږي.
د سپین غر پړانګانو لوبډلې مشري سمیع الله شینواری او د بند امیر ښامارانو لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي.
له یو کلن ځنډ وروسته نن دوشنبه د کابل په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې د شپږیزې لیګ لوبې پیل شوې.
افغان کرېکټ بورډ وايي، د لوبې پچه سپین غر پړانګانو وګټله او د بند امیر ښامارانو په وړاندې توپ اچونه کوي.
د کرېکټ بورډ له لوري د سپین غر پړانګانو لپاره راشد خان لوبډلمشر اعلان شوی و، خو ښاغلی خان د لندن په سل توپه لیګ کې له بوخت دی او د اوس لپاره د سپین غر لوبډلې مشري سمیع الله شنیواریکوي.
د بند امیر ښاماران لوبډلې مشري بیا حشمت الله شهیدي کوي.
خو د راشد خان، رحمن الله ګربز، فضل الحق فاروقي، محمد نبي، عظمت الله عمرزی او حضرت الله ځاځي په ګډون د ملي لوبډلې لوبغاړي چې د شپږیزې لیګ د پنځو لوبډلو په نوملړ کې شامل شوي وو، تر اوسه پورې هېواد ته نه دې راستانه شوي.
دغه لوبغاړي د لند په سل توپه لیګ او د کاناډا په لیګ کې په لوبو بوخت دي.