ارین سلیمي په المپیک کې ۱۶ کاله وروسته د ایران لپاره په تکواندو کې د سرو زرو مډال وګاټه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۱

۲۰ کلن ارین سلیمي تېره شپه د ۸۰ + کیلو په وزن کې د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک کې په تکواندو لوبه کې اتلولي وګټله.

ایراني ارین سلیمي بریتانوي سیال ته ماتې ورکړه او دسرو زرو مډال یې وګاټه.

د بریتانیې لوبغاړی کانینګهام د تکواندو په برخه کې په نړیواله درجه بندۍ کې له سلیمي څخه په لوړ مقام کې ځای لري.

ښاغلي سلیمي د لوبې په درېیمه پاڼۍ کې دوه پر یو خپل بریتانوي سیال ته ماتې ورکړه.

دغه ایراني اتل ۱۶ کاله وروسته په المپیک سیالیو کې د تکواندو په برخه کې د ایران لپاره د سروزرو مډال وګاټه.

ارین سلیمي دویم ایرانی لوبغاړی دی چې د تکواندو په برخه کې د ایران لپاره د سرو زرو مډال ګټي.

تر سلیمي مخکې هادي ساعي د ایران لپاره د تکواندو په برخه کې د سرو زرو مدال ګټلی و.

د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو کې ایراني لوبغاړو تردې مهاله درې د سرو زرو، پنځه د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي دي.

نور خبرونه

رادیو