د تکواندو دوو افغان ملي لوبغاړو د اسيا اتلولۍ جام سيالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

د افغانستان د ای ټي ايف تکواندو ملي فدراسيون وايي، چې دوو ملي لوبغاړو علي اکبر او سمير رحماني د اسيا اتلولۍ جام سياليو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي.

دغه فدراسيون په يوه اعلاميه کې زیاتوي، چې دغو لوبغاړو خپلو چينايي سيالانو ته ماتې ورکړې ده.

د افغانستان د ای ټي ايف تکواندو فدراسيون د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې علي اکبر په ۶۲ کیلوګرام او سمير رحماني په ۸۵ کیلو ګرامه وزن کې خپل چينايي سيالان مات کړل او لومړۍ مقام يې خپل کړ.

دغه سيالۍ دوې ورځي وړاندي د چين په اونان ښار کې پيل شوي وې.

د اسيا اتلوتلۍ جام په دې سياليو کې د مرکزي اسيا د پنځو هېوادونو لوبغاړو برخه اخيستې وه.

په دې سيالیو کې د افغانستان دوو لوبغاړو او د لوبډلې مشر ګډون کړی و.

نور خبرونه

رادیو