د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ټول هغه خبرونه بې بنسټه وبلل، چې ګواکې اسلام اباد دې تهران ته د وسلو په استولو هوکړه کړې وي.
هغې تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، د دغسې پروپاګنډ تر شا بېلابېلې اجنداوې پرتې دي.
هغه وایي، نه د تهران لهخوا داسې وړاندیز شوی او نه هم اسلام اباد یې په اړه کومه ژمنه کړې. هغې له بېلابېلو غاړو وغوښتل، چې په دغه شان خبرونو دې د خلکو ذهنیتونه نه زیانمنوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، په تهران او لبنان د اسراییل له بریدونو وروسته په سیمه کې د ناکراریو او کړکېچ وېره مخ په زیاتېدو ده او اسلام اباد د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د جګړې او تاوتریخوالي مخه پرې نېول کېږي.
ممتاز زهرا بلوڅ زیاته کړه: "موږ په دې باور یو، چې په منځني ختيځ کې باید د جګړې مخه ونیول شي او پاکستان د دغې جکړې د مخنيوي لپاره له ټولو پیل شویو هلو ځلو ملاتړ کوي."
هغې دا رنګه وویل، چې اسلام اباد د دې مسلې په اړه له واشنګټن سره په تماس کې دی.
هغې یادونه وکړه، چې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار "د اسراییل د هغو کړنو غندنه کړې چې له امله یې سیمې او منځني ختیځ کې د جګړې اور تازه کړی، د هغې په وینا ښاغلي ډار دا رنګه په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو د مخنیوی غوښتنه هم کړې."