په بلخ ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره د رابعه بلخي په نوم مرکز بیا ورغول شو

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

په بلخ ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو او د سیمه يیزو خوراکي توکو د پلور لپاره د رابعه بلخي په نوم یو سوداګریز مرکز بیا ورغول شو.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه مارکېټ ۶۱ هټۍ لري او ۲۰۰ ښځې په کې په کار بوختې دي.

د راپور له مخې، دا مرکز د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول شوی دی.
دغه مارکېټ په داسې حال کې بیا رغول کیږي، چې تر دې وړاندې د بلخ د خدیجه الکبرا د ښځو مارکیټ د کرایې د نه ورکړې له امله تړل شوی و.
یو شمېر سرچینو د روان کال په لومړیو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د اقتصادي ستونزو او د بازار د نه شتون له امله په دې مارکېټ کې هېڅ یو پلورونکې د خپل دوکان د کرايي ورکولو توان نه درلود.
د ویلو ده، چې د بلخ د خدیجه الکبرا د ښځو مارکېټ کې تر ۲۰۰ ډېر دوکانونه فعال وو.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو شمېر زیات شوی، خو د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت او د طالبانو له خوا پر ښځو محدودیتونه ددې لامل شوي، چې سوداګرې مېرمنې له پراخو ستونزو سره مخ شي.
په افغانستان کې د ښځو سوداګرۍ ته په کتو سره نړۍوال بانک په ۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون' تر عنوان لاندې د یو راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راووست، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی دی.
نړۍوال بانک په دغه راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ګډون په یاد شمېر هېوادونو کې ښځینه سوداګرې تر ټولو ټيټ عاید او بد اقتصادي وضعیت لري.
لاسي صنایع، د غالیو اوبدل، مالداري، د وچې مېوې پروسس، زعفران، د افغانستان د قیمتي ډبرو کار و بار او یو شمېر نورې تجارتونه هغه څه دي، چې افغان ښځې یې سوداګري کوي.
اخوا، د ځینو طالب چارواکو ترڅنګ د افغانستان خلک بیا پر سوداګرۍ سربېره د نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو د خلاصېدو غوښتنه هم کوي، خو طالبانو پر افغان مېرمنو له درېو کلونو راهیسې د نجونو د زده کړو تر څنګ لسګونه نور بندیزونه لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو