پاکستان له ۳۲ کالو وروسته په المپیک سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

پاکستاني ارشاد ندیم د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو کې په نېزه اچولو کې د المپیک ریکارډ مات کړ.
نوموړي د نوي ریکارډ په جوړولو سره د پاکستان لپاره د سرو زرو مډال هم وګاټه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي، چې پاکستان وروستی ځل په ۱۹۹۲ کال کې ۳۲ کاله مخکې په المپیک سیالیو کې د دغه هېواد هاکي لوبډلې د برونزو مډال ګټلی و.
د دغې ورځپاڼې د خبر له مخې، له ۳۲ کالو وروسته ارشاد ندیم د‌ پاریس المپیک سیالیو کې د نیزې اچولو په وروستۍ لوبه کې خورا له ویاړه ډکه کارنامه ترسره کړه.
ارشاد ندیم د سروزرو مډال د ګټلو ترڅنګ د المپیک ریکارډ هم مات کړ.
ندیم له لوبې څخه یوه ورځ وړاندې له پاکستانیانو څخه په لوبه کې د بریا لپاره د دعا غوښتنه کړې وه.
نوموړي په دغه سیالۍ کې پایلوبې ته د رسېدو لپاره خپل خورا قوي سیالان له مخې لرې کړل.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ارشاد ندیم تېرکال د ټپ او عملیاتو له امله په منظم ډول په لوبو کې برخه نه لرله.
خو د هغه مخالفین په ځانکړې توګه هندوستانی نیرج چوپړا په منظمه توګه په نړۍوالو لوبو کې لوبېدلی و.

نور خبرونه

رادیو