د افغانستان د واليبال په ملي لوبډله کې د داخلي جنجالونو او تر هغه وروسته، چې د لوبډلې يو شمېر لوبغاړو ته بلنه ور نه کړل شوه اوس طالبانو د واليبال پر فدراسيون فشارونه زيات کړي دي.
طالبانو د واليبال ملي نوي ايراني مشر روزونکي ته ځيني لوبغاړي معرفي کړي دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچينو ويلي، چې دغه فشارونه تر ډېره د حقاني شبکې له خوا ترسره شوي دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې هغو لوبغاړو، چې بلنه نه ده ورکړل شوې د دې موضوع په وړاندي اعتراضونه کړي او د دې لوبډلې د مشر روزونکي د استعفا غوښتنه یې کړې ده.
په تېرو څو ورځو کې د والیبال فدراسیون مشرتابه پلاوي د طالبانو د بدني روزنې له مشر احمدالله وثیق سره هم کتلي او خبرې یې ورسره وکړي دي.
واليبال فدراسيون او د بدنې روزنې ادارې د دې ناستې جزيیات نه دي شريک کړي.