د افغانستان د څلویښت میلیونه نفوس په منځ کې ډېر محدود کسان دي، چې شمېر یې زرګونو کسانو ته هم نه رسېږي، د افغانستان د تجزیه طلبۍ مسایل او یا داسې نور مسایل مطرح کوي، چې د افغانانو تر منځ د نفاق تخم وکري.
دا ډول کسان دوه طبقې خلک دي.
یوه ډله هغه کسان دي، چې د خپلو خلکو په منځ کې تجرید شوي او خریدار نه لري؛ خو د دغه سوژو په نوم غواړي، چې د خلکو پام ځانونو ته راواړوي او یو څو کسان پلویان پېدا کړي.
بله ډله بیا هغه کسان دي، چې د سیمې او یا نورو هېوادونو له خوا ګومارل شوي دي، تر څو د افغانانو په منځ کې یې اتفاقي واچوي، ملي وحدت کمزوری او د خپلو ګوډاګیانو له لارې په افغانستان کې نفوذ ته دوام ورکړي.
د دغه تجزیه طلبو کسانو د څرګنونو په وړاندې بیا یو شمیر نور محدود قومي سوداګر او کمېشن کاران هڅه کوي، چې د ځینو تجزیه طلبو څرګندونو ته قومي، ژبني او سمتي رنګ ورکړي.
دوی د دغه قومي، سمتي او ژبني تعصب د تبلیغ له لارې سرمایه تر لاسه کوي او خپلې کمیشنکارۍ او سوداګرۍ ته دوام ورکوي.
د دې لیکنې مخاطبین متعصبین او کمېشنکاران نه دي، بلکې عام ولس او په ځانګړې توګه هغه ځوانان دي، چې باید له خپل فکر څخه کار واخلي څو د دغه ډول کسانو ملاتړ او پلوي په پټو سترګو ونه کړي او نه د دوی خبرې په پټو سترګو بدرګه کړي.
د دې لیکنې په وخت کې یوه کیسه را په یاده شوه، چې کله به په پېښور کې د حکمتیار د اسلامي حزب مشران چېرته تلل او خبرې به یې کولې؛ نو له ځانونو سره به یې دوه درې موټره ځوانان هم د شعارونو ورکولو لپاره غونډو ته بیول، تر څو د دوی خبرې د تکبیر په شعارونو بدرګه کړي.
یو ځلې په چارسده کې د پاکستان د اسلامي جمعیت د تنظیم له خوا غونډه جوړه شوې وه، چې د مجاهدینو د تنظیمونو مشران یې هم دعوت کړي و.
د حکمتیار د اسلامي حزب په مشرۍ قاضي محمد امین وقاد خبرې کولې.
هغه په خپلو خبرو کې د پخواني پاچا ظاهر شاه په ضد خبرې وکړې.
د قاضي وقاد خبرې د حزب ځوانانو د مرګ په ظاهر شاه شعارونو سره بدرګه کولې.
د قاضي محمد امین وقاد له خبرو وروسته د مولوي محمد یونس خالص نوبت و.
مولوي خالص بې له مقدمې او ان له بسم الله ویلو پرته په خلکو غږ وکړ، چې اې خلکو!
د ظاهر شاه اېجنټان مو وپېژندل چې د ظاهرشاه لپاره تبلیغ کوي؟
ټولو وویلې، چې نه.
مولوي خالص وویل؛ همدا هلکان چې د ظاهرشاه په ضد خبرې کوي او شعارونه ورکوي، همدا د ظاهر شاه اېجنټان دي، ځکه مونږ او تاسو ته هغه را په یادوي که نه ظاهر شاه د هېچا په یاد هم نه دی.
له دې خبرو وروسته د غونډې منتظمینو د مولوي خالص د خبرو په منځ کې لاوډسپيکر بند کړ، چې ګډوډي رامنځته نه شي.
د مولوي خالص خبره د ستراتیژیک کمونیکیشن په برخه کې سمه وه، ځکه چې د مخالفینو په ضد بې ځایه منفي تبلیغ هم د هغوی لپاره مثبت تبلیغ کېدلی شي او هغوی مطرح کوي.
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، د تجزیه طلبو او هم د قومي متعصبینو او کمېشنکارانو شمېر ډېر کم دی، خو د یو بل په ضد تبلیغ دواړو ډلو ته پلیټ فارم ورکوي او د دوی منفي تبلیغ د یو بل په ضد د دوی لپاره مثبت تبلیغ دی، ځکه یو څو کسان په اګاهانه او یا غیر اګاهانه توګه د احساساتو پر بنسټ د دوی پلوي کوي.
له بده مرغه د ژورنالیزم له نظره د مثبت تبلیغ خبرونه زیات نه جوړېږي؛ خو منفي تبلیغ بیا د خبرونو سر ټکي وي لکه په ژورنالیزم کې چې وایي؛ News is always bad news یعنې خبر تل بد خبر وي.
که ووایو، چې یوه سپي لس کسان وخوړل دا مهم خبر نه دی، ځکه سپي خوړل کوي، خو که ووایو چې یوه سړي یو سپی وخوړ نو دا خبر مهم دی ځکه انسان سپی نه خوري.
د افغانستان تجزیه طلبان دې پوه شي، چې افغانستان د ډیموګرافیک، جیو پالیټکس او جیو اکنامیکس (اقتصادي) له پلوه تجزیه کېدای نه شي.
ګاونډیان به تجزیه شي، خو افغانستان تجزیه کېدلی نه شي، نو د تجزیې په نوم نفاق اچوونکي باید پوه شي، چې د دوی دا د بې اتفاقۍ تخم نه زرغونیږي.
د دوی د مفکورې خریدار په داخل او بهر کې نه شته، خو دوی فقط خپل بازار ګرم ساتي.
د تجزیې په اړه افغانان باید هیڅ اندېښنه ونه لري، ځکه د پورته درېو مهمو اړخونو له امله د افغانستان تجزیه یو ارماني فکر دی.
که افغانستان تجزیه کېدلی، نو څو لسېزې مخکې به هغه وخت تجزیه شوی و، چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته کورنۍ جګړې او ملوک الطوایفي حاکمه وه.
د لاندې څلورو ټکو تغیر ناممکن ښکاري؛
د افغانستان نوم؛
د یوه نوي هېواد ایجادول او بیا د هغه نوم د یوه هېواد په خپلو خلکو او نړۍوالو منل، اصلا په اوسني وخت کې ناشونې ښکاري.
د افغانستان نوم په نورو ستانونو نه شي بدلېدلی، خو نور ستانونه به په افغانستان کې وي او د افغانستان نوم به باقي وي.
که هر څومره کتابونه او مقالې څوک ولیکي، د افغانستان نوم به په خپل ځای پاتې وي.
د یوه هېواد نوم د څو کسانو په غوښتنو، لیکنو، مقالو او کتابونو هېڅکله بدلېدلینه شي، نو په دې اړه باید افغانانو هېڅ کومه اندېښنه و نه لري.
د افغانستان د اوسېونکو هویت؛
د افغانستان د جغرافیې ټول اوسېدونکي که د هر قوم، دین او مذهب پورې تړاو لري، دوی افغانان دي او د هویت دا کلمه “افغان” هېڅوک بدلولی نه شي.
د افغان کلمه د افغانستان له نوم سره تړلې ده او دا د افغانستان په یوه قوم پورې اړه نه لري، بلکې دا د افغانستان د جغرافیې د ټولو اوسېدونکو هویت دی.
ځیني محدود کسان که هویت نه مني، له هغوی سره اصلا بحث پکار نه دی.
په دې توګه هندوان، سېکان، پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، نورستانيان، پشه یي، ایماق او نور ټول قومونه چې د افغانستان په جغرافیه کې اوسېږي، افغانان دي.
د څو کمېشنکارانو په وسیله د دوی هویت بدلېدلی نه شي.
د افغانستان دین؛
د افغانستان مطلق اکثریت مسلمانان دي او هیڅ داسې رژیم په افغانستان کې نه شي راتلی او نه بقا کولی، شي چې اسلامي ارزښتونه ونه مني.
هو! یو څو محدود کسان به د اسلامي عقایدو او د اسلام د دین مخالف وي او یا یو څو کسان چې ځانونه د دین ټیکه داران بولي، د دین تر نامه لاندې به غیر اسلامي، غیر افغاني او غیر انساني کړنې تر سره کوي، خو هغوی هېڅکله د اسلام او اسلامي حکومت استازولي نه شي کولی.
افغانان مسلمانان دي، خو اکثریت افغانان افراطیان نه دي.
د افغانستان تجزیه؛
لکه مخکې چې یادونه وشوه، په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان حکومتونه او رژیمونه د ایډیالوژيو او قومي جوړښتونو په اساس رامنځته شول او داسې وخت هم و، چې هره سیمه کې ملوک الطوایفي حاکمه وه، خو افغانستان تجزیه نه شو.
د جګړو او لاسوهنو تر څنګ د سیمې او نړۍ هېوادونو هڅه وکړه، چې د افغانانو ملي احساس ووژني، خو د دوی د کړنو له امله ملي احساس د افغانانو په منځ کې ورځ تر بلې پیاوړی کیږي او ملي ارزښتونه لکه د افغانستان نوم، درې رنګه ملي بیرغ، دین او هویت د څو کسانو په شعارونو د افغانانو له زړونو پاکولی نه شي.
د افغانستان مهمې پرېکړې به یوازې د افغان ملت کوي او ملت په عموم کې که د هر قوم او سمت دي، د دغه مسایلو له بدلون سره مخالف دي.
په پایله کې یادونه کیږي، هغوی چې د تجزیې په نوم وېره خپروي او یا ځیني سیاسي کمېشنکاران د تجزیې د وېرې له امله د افغانستان د قومونو په منځ کې کرکه پیدا کوي، هغوی فقط له پپولیستي سیاست څخه کار اخلي، چې یو څو کسان پلویان د هاها لپاره پیدا او خپل بازار ګرم وساتي.
د داسې اشخاصو څېرې ورځ تر بلې رسوا کیږي او نور د افغانستان د سیاست په بازار کې د افغانانو په منځ کې ځای نه لري.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.