په کابل کې د ۲۷۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۶

د طالبانو تر کنټرول لاندي د المپيک، بدنې روزنې او ورزش ادارې اړوند د پهلوانۍ فدراسيون په کابل کې د ۲۲ کلبونو د ۲۷۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ درې ورځنۍ سيالۍ پيل کړې.

دغه فدراسيون د سياليو موخه ورزش ته د ځونانو هڅول ياد کړي.

دغې ادارې نن ويلي، چې د پهلوانۍ په سياليو کې تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لویو لوبغاړو ګډون کړی دی.

دا لوبغاړي د دوی عمرونو ته په کتو په کټګوريو ویشل شوي او له ۳۲ څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرامه وزن پورې سيالۍ کوي.

بېګاه د سوک وهنې فدراسيون هم په کابل کې د منتخبې لوبډلې د جوړېدو لپاره د ۳۲ کلبونو د ۱۱۶ لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ هم پيل کړې.

نور خبرونه

رادیو