د پاکستان لومړي وزير په لاهور کې د قذافي لوبغالي د بیارغونې په مراسمو کې د دغه هېواد له کرېکټ بورډ څخه غوښتي، چې په ملي لوبډله کې دې اصلاحات راوستل شي.
شهباز شريف ټينګار کړی، چې ملي لوبډلې ته دې د وړتيا له مخې لوبغاړي غوره شي.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې لومړي وزير شهباز شريف د پاکستان له کرېکټ بورډ سره هم ژمنه کړې، چې د کرېکټ لوبغالي به په عصري ډول جوړوي.
نوموړي په لاهور کې د قذافي لوبغالي د عصري جوړېدو پر مهال د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې ته په اشارې ويلي: « ملي لوبډلې ته د وړتيا به اساس لوبغاړي وټاکئ، سمون په کې راولئ، که لومړۍ وزير هم د لوبغاړو د انتخاب دا درته ووايي مه یې منئ او وړتيا په نظر کې ونيسئ.»
لومړي وزير د پاکستان له کرېکټ بورډ څخه په جدي ډول غوښتننه کړې، چې ملي لوبډلې ته بايد پاملره زياته کړي.
په دې وروستيو کې د پاکستان ملي لوبډله ښې پايلي نه دي ورکړي او د هرې لوبې تر ماتې وروسته د پاکستاني رسنيو او مينه والو له سخت غبرګون سره مخ شوي.
پاکستان ملي لوبډله په تېرو ۲۰ او ۵۰ اوره نړيوالو جامونو کې د تمي خلاف له پرله پسې ماتو وروسته له سختو انتقادونو سره مخ شول.