علي امین ګنډاپور: په اسلام اباد کې لویه غونډه جوړوم، هیڅوک مې مخه نه شي نیولی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۵

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور پاکستاني رسنیو ته ويلي، چې په اسلام اباد کې غونډه جوړوي، او هیڅوک یې مخه نه شي نیولی.

هغه په صوابۍ کې له رسنیو سره خبرو کې ويلي، چې له غونډې وروسته به معلومه شي چې«شيدې شيدې او اوبه اوبه» دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د صوابۍ په غونډه کې به د اسلام اباد د غونډې ترسره کېدو ورځ وټاکي.

علي امین ګنډاپور وايي چې محکمې او قاضیانو ورته ویلي، چې پر دوی له پاسه فشار دی.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په څرګنده دا نه دي ويلي، چې دغه غونډه به د څه لپاره جوړوي خو هغه تل په خپلو خبرو کې نیوکې کوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دی له بنده خوشې شي.

علي امین ګنډاپور په خیبرپښتونخوا لپاره د عمران خان ګوند تر نورو مخکښ کس دی چې په تېرو ټاکنو کې یې د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر څوکۍ وګټله.

شنوونکي وايي، علي امین ګنډاپور دا ځل غواړي چې په اسلام اباد کې وفاقي حکومت ته مخامخ وايي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د محکمې له لوري نور مجرم نه پیژندل کیږي او باید ژر خوشې شي.

ګنډاپور د پي ټي ای په مشرانو کې تر نورو احساساتي او ژر پرېکړه کوونکی مشر ګڼل کیږي.

هغه لس ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د امن جلسې ته په وینا کې ویلي و، چې د دغې صوبې په هیڅ یوې برخه کې به د پوځي عملیاتو اجازه ورنه کړي؛ خو هغه له پولیسو غوښتي چې په ټوله صوبه کې دې د وسله‌والو ډلو پلټنه پیل وکړي.

خو بل پلو د پاکستان وفاقي حکومت ګنډاپور تورن کړ، چې هغه د خلکو د تېر اېستلو هڅه کوي او د امن جوړه شوې جرګه یې په سیاسي جلسه بدله کړه.

نور خبرونه

رادیو