په کابل کې د سوک وهنې منتخبې لوبډلې لپاره د ۱۱۶ لوبغاړو ترمنځ سيالۍ پيل شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۵

د طالبانو تر کنټرول لاندي د المپیک، بدني روزنې او ورزش اړوند د سوک وهنې فدراسيون وايي، چې د منتخبې لوبډلې د جوړېدو لپاره په کابل کې د اول زون د ۳۲ کلبونو د ۱۱۶ لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې.

د فدراسيون د معلوماتو له مخي، دغه سيالۍ به ۱۵ ورځي دوام وکړي.

په کابل کې د سوک وهنې فدراسيون د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په يوې خبرپانه کې ويلي، چې دغه سيالۍ به د لوبغاړو عمرونو ته په کتو په بیلابیلو ګروپونو کې تر سره شي.

دغه فدراسون وايي، چې په دې سياليو کې به د کابل د اول زون سوک وهنې منتخي لوبډلې لپاره ۲۶ لوبغاړي غوره شي.

دغه سيالۍ د کابل د سوک وهنې په ورزشي جمنازيم کې تر سره کيږي.

نور خبرونه

رادیو