په بلوچستان کې د پولیو دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۳

د بلوچستان په دوو جلا، جلا ولسوالیو کې تازه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبتې شوې، چې له دې سره په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ ته لوړ شو.
دغه تازه دوه پېښې په درې کلن او یو نیم کلن ماشوم کې لېدل شوې دي.

د پولیو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر استازې عایشه رضا فاروق ویلي، چې په بلوچستان کې د پولیو د خورېدو له امله تر اوسه د دغې صوبې په بېلابېلو شپږو ولسوالیو کې نهه ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
سږکال پاکستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبتې شوې او د ۵۷ سیمو په چاپېریالي نمونو کې هم د پولیو د شته‌والي پخلی شوی دی.
هغې وویل، د دغې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار د پولیو واکسین د څو څاڅکو اخیستل دي.
په همدې حال کې په پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د ملي بېړنيو عملياتو د مرکز همغږي کوونکي محمد انور الحق وويل، حکومت سږ کال د پوليو ضد شپږ کمپاينونه ترسره کړي دي.
هغه وويل:« د دې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره بېلابېلې تګلارې هم په پام کې نيول شوې دي.»
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم ماشومان پکې په ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ اخته کېږي.

د دغې ناروغۍ لامل هم تر ډېره د پولیو پر ضد د یو شمېر ډلو او کړیو منفي تبلیغات دي، چې تر اوسه د دغې ناروغۍ ویروس په دغو دواړو هېوادونو کې لیدل کېږي.
تر دې وړاندې د روان کال د پولیو نهمه پېښه هم د بلوچستان له ژوب څخه راپور شوې وه.

نور خبرونه

رادیو