د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د شپږېزې نهم پړاو سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۱۲مه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام ولري.
د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاټې په خپرولو سره ویلي، په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې به د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه سیالۍ به د کابل په نړۍوال لوبغالي کې ترسره شي.
دغه سیالۍ د سپين غر او د بند امير لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پيليږي.
په دغو سیالیو کې به ټولې ۲۱ لوبې ترسره شي.
له بل پلوه د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان د دغو سیالیو په اړه وویل:« د شپږیزې کرېکټ لیګ د استعدادونو د راڅرګندېدو لپاره یوه ارزښتناکه لړۍ ده او د افغانستان د کرېکټ په وده کې یې د پام وړ مرسته کړې.»
په دغه لیګ کې سپین غر ټایګرز درې ځلې اتلولي خپله کړې، مس عینک نایټس او کابل اېګلز دوه، دوه ځلې اتلولۍ ته رسېدلي، د مس عینک نایټس پنځه ځله پایلوبې ته لاره موندلې او د راشد خان په مشرۍ د بند امیر ډرېګنز لوبډله په ۲۰۱۷ کال کې اتله شوې وه.