د افغانستان د کرېکټ د شل اوریزې ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې ۶۰۰ وېکټې اخیستې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، راشد خان په نړۍواله کچه دویم لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.
له راشد خان څخه وړاندې د وېسټ اېنډیز د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي ډېون براوو دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړې وه.
راشد خان ټولې ۴۴۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي او ۴۳۸ پاړیو کې یې پر ۱۰۱۴۸ توپونو ۱۰۹۵۳ مندې جوړې شوې دي.
په شل اوریزو سیالیو کې د ښاغلي خان بهترینه توپ اچونه د ۱۷ منډو په مقابل کې د ۶ وېکټو تر لاسه کول و.
راشد خان ۱۴ ځلې ۴ او څلور ځلې یې په یوه لوبه کې پنځه وېکتې تر لاسه کړې دي.
د افغانستان د کرېکټ دغه ځلانده ستوري د افغانستان لپاره ۹۳ شل اوریزې لوبې کړې دي.
د نوموړي پر ۲۱۲۰ توپونو ۲۱۴۹ منډې جوړې شوې دي او په مقابل کې یې خان ۱۵۲ وېکټې اخیستې دي.