د بلوڅانو د غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ويلي، چې نن سه شنبې د (زمري نهمه) به په ټول بلوچستان کې کاربندیز وي او خلک دې لاریونونو ته راووځي.
هغه وايي، د بلوچستان پر کانونو او زېرمو نورو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
له تېرو څو ورځو راهیسې د بلوڅو غورځنګ د بلوچستان په ګوادر ښار کې د پرلت لپاره اعلان کړی او په زرګونو بلوڅان د ګډون لپاره د لاریونونو په بڼه ور روان وو.
د بلوڅو غورځنګ وايي، پوځ د لاریون د ګډوډولو لپاره له زور څخه کار اخیستی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ډېر لاریون کوونکي ټپیان کړل.
بل پلو د پاکستان پوځ وايي، په ګوادر ښار کې پر امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو په برید کې یو عسکر وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.
د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ، بلوڅ لاریون کوونکو له تېرو څو ورځو راهیسې په ګوادر ښار کې لاریون او پرلت کړی او لویه لار یې تړلې ده. دوی د خپل غورځنګ د هغو غړو د خلاصون غوښتونکي دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
دوی وايي، د بلوچستان پر کانونو او زېرمو نورو ته د واک اجازه نه ورکوي او دا هر څه د بلوڅو حق دی.
دغه لاریون کوونکي وايي، پاکستانی پوځ یې د حق غوښتنې سوله ییز لاریون په زوره تاوتریخوالي ته باسي.
د خواله رسنیو په هغو ويډیوګانو کې لیدل کیږي چې د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ لاریون او پرلت ته په زرګونو کسان ور روان دي او پاکستانی پوځ یې په کوتکو وهي او مخه یې نیسي او د دې تر څنګ د هغوی د ګاډو ټایرونه د ټوپک په ډزو پنچروي.
د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې د بلوچستان ایالت چې ګوادر بندري ښار هم هلته دی، له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري.
دغه ایالت له اوږدې مودې راهیسې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو له خوا د بېلتون پالنې ډګر دی چې وايي دوی د بلوچستان د بډایه کانونو د زیاتې برخې لپاره جګړه کوي.
په یوه ټلویزیوني وینا کې د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي دغه لاریون یوه «دسیسه» وبلله او ویې ویل چې د دوی موخه دا ده چې د بهرنیو پانګوالو د یوه پلاوي مخه ونیول شي چې راتلونکې اوونۍ ګوادر ته راځي.
بګټي د بلوڅو د دغو لاریونونو د مشرې ماهرنګ بلوڅ د نیولو امر هم کړی.