د افغانستان د جودو لوبغاړی محمد صمیم فیض زاد به سبا سې شنبه (د زمري ۹مه) د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې له اتریشي لوبغاړي بورخشویلي سره مخامخ شي.
دا لوبه به د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ دقیقې د «چمپ ډي مارس ایرینا» په لوبغالي کې ترسره شي.
محمد صمیم فیض زاد د افغانستان د شپږ کسیزې ډلې یوازینی لوبغاړی دی، چې د پاریس المپیک سیالیو ته له هېواده تللی دی.
فیض زاد ۲۱ کلن دی او د اتریش سيال لوبغاړی یې ۲۵ کلن او تجربه کار دی؛ خو صميم فيضزاد وايي، چې د دغو سياليو لپاره يې ځان چمتو کړى او هيله لري، چې له ډېرو کلونو وروسته به په المپيک کې افغانستان ته مډال تر لاسه کړي.
دغه لوبغاړی په ۲۰۱۶ کال کې د جنوبي اسیا د جودو په سیالیو کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال هم ګټلی و.
بورخشویلي د فیض زاد سيال بیا په تاجکستان کې د ۲۰۲۴ المپیک د وړتيا په سیالیو کې د سپینو زرو مډال په ګټلو وکولای شول د المپیک سیالیو ته لاره پېدا کړي.
دغه لوبغاړي په اصل کې د چيچنيا هېواد دى، په بېلابېلو سياليو کې يې بېلابېل مډالونه ګټلي او اوس د اتريش لپاره لوبه کوي.