تحریک طالبان پاکستان وايي، پاکستاني ځواکونو د پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې د دوی دوه وسلوال ژوندي تر خاورو لاندې کړل.
دا ډله وايي، دا وسلوال له ساعتونو جګړې او د مرمیو تر ختمېدو وروسته د مومند په امبار کې په یوه سمڅه کې پټ وو چې نظامیانو پرې په خپړه یا لوډر خاورې انبار کړې.
دا ډله نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا وسلوال وزیر باجوړی او عاصم عمر بولي.
ټي ټي پي منلې ده، چې په دغه پېښه کې یې درې وسلوال وژل شوي دي او د دوه پاکستاني نظامیانو د وژل کېدو او زیات شمېر د ټپي کېدو ادعا کړې ده.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې ویډیو کې هم ښکاري چې لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا پر سمڅه ډزې کیږي او بیا وروسته د اکسواټرونو یا خپړو په واسطه د هغې خوله بندیږي.
دا لومړی ځل دی چې د ټي ټي پي او پاکستاني ځواکونو ترمنځه په جګړه کې ژوندي کسان تر خاورو لاندې کیږي.
تر اوسه د پاکستان حکومت د ټي ټي پي د دغې اعلامیې او اړوند ویډیوګانو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.