کورنی کرېکټ؛ ماهيپر ستورو لوبډلې هندوکش سټرايکرز ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۱

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۱۰مه لوبه کې ماهيپر ستورو لوبډلې هندوکش سټرايکرز ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

د ماهيپرو ستورو لوبډلې پيليز لوبغاړي نويد عبيد ښه وځليد، لوبډله يې تر بريا ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو د ۱۰مي لوبې پچه د هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټل او لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هندوکش لوبډلې په ۴۸.۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۲۶۵ منډې هدف وټاکه.

د هندوکش په لوبډله کې اعجاز احمد ۹۸، شمس الرحمن ۵۲ او افسر ځاځي ۴۴ منډې جوړې کړې.

د ماهيپر ستورو په توپ اچوونکو کې فريد احمد او ګلبدين نايب درې – درې او ظاهر خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه برخه کې د ماهيپر ستورو لوبډلې په ۳۷.۲ اور کې د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د ۷ ويکټو په توپير يې هندوکش ته ماتې ورکړه.

د ماهيپر ستورو لوبډلې پيليز لوبغاړي نويد عبيد په ۴۲ توپونو د ۱۲ څلوريزو او يوې شپږيزې په مټ ۷۱ چټکې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې لېست اې یو ورځنیو سیالیو کې د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرایکرز لوبډلې مخکنۍ څلور لوبې ګټلې او نن يې ماتې وخوړه او ماهیپر ستوري لوبډلې بیا د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ یوازې یوه لوبه بایللې او نورې ټولې لوبې یې ګټلې دي.

نور خبرونه

رادیو