د پاکستان طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي چې په پاکستان کې د ډېری بریدونو مسوولیت مني، د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې «دولتي ترهګري» بولي.
د پاکستان پوځ نن بنو کې پر لاریون ډزې کړې چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.
دغه نننی لاریون تېره دوشنبه په بنو کې پر پوځي چوڼۍ د وسلوالو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني نظامیانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې شوی و.
لاریونوالو په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوله.
خو ناتایید شويراپورونه وايي، ځینې لاریونوالو د پوځ پوستو ته کاڼي ور ګوزار کړي او په ځواب کې پرې سرتېرو ډزې کړې، چې پکې دوه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي.
پاکستاني طالبان د پوځ دغو ډزو کې له وژل شویو او ټپي شویو سره خواخوږي ښيي او پاکستاني نظامیان پر «دولتي ترهګري» تورنوي.
د دې ډلې ویاند محمد خراسانی په اعلامیه کې زیاتوي «دا لومړی ځل نه دی او نه به وروستی ځل وي چې پوځ پر ولس ډزې کوي، ځکه له خلکو غواړو چې د وی په مقابل زموږ ملاتړ وکړي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، افراسیاب خټک او نورو پښتنو مشرانو هم پر مظاهره د پوځ دزې غندېلې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، بنو کې پر لاریونوالو د پوځ د ډزو په غبرګون کې نن د پښتونخوا او بلوچستان مختلفو سیمو کې لاریونونه کوي.