د پاکستان پوځ وايي، په ډېره اسماعیل خان کې پر یوه ځايي روغتون د پاکستاني طالبانو په برید کې د دوو سرتېرو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، په دې نښته کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، چې پاکستاني طالبانو د دوشنبې په شپه د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په کري شموزۍ سیمه کې پر یوه سیمه ییز روغتون برید وکړ.
پوځ وايي، چې په بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي او دوه د اردو سرتېري وژل شوي دي.
دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو دویم برید دی.
د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو په یوه بل برید کې لږ تر لږه اته پاکستاني پوځیان ووژل شول.