د کورني کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو پنځمه لوبه د میوند اتلانو او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او د سیالې لوبډلې په وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځینو سیالیو په دوام نن دوشنبې د (چنګاښ ۲۵مه) پنځمه لوبه د میوند اتلانو لوبډلې او هندوکش سټرایکرز لوبډلې تر منځ ترسره کیږي.
د نننۍ لوبې پچه د نجیب ځدران په لوبډلمشرۍ د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د میوند اتلانو په لوبډله کې د نجیب ځدران په لوبډلمشرۍ صدیق اتل، نعمان شاه اغا، بهیر شاه، علي احمد ناصري، شراف الدین اشرف، اصف موسی زوی، عبدالله ترکی، قیس احمد، نجات مسعود او یما عرب اخیستل شوي.
همدارنګه د هندوکش سټرایکرز په لوبډله کې د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ، عبدالمالک، وفي الله ترخیل، افسر ځاځی،عجاز احمد، عبدالهادي، شمس الرحمن، ننګیال خروټی، خلیل ګربز، فریدون داودزی او محمد ګل نن د میوند اتلانو لوبډلې په وړاندې لوبډله کې اخیستل شوي دي.
هندوکش سټرایکرز لوبډلې په روانو لېسټ اې سیالیو کې تردې مهاله دوه لوبې ترسره کړې او دواړه لوبې یې ګټلې هم دي.
او میوند اتلانو لوبډلې په دغو سیالیو کې تردې مهاله یوه لوبه ګټلې او یوه یې بایللې ده.
دغه سیالۍ پنځه ورځې وړاندې په کندوز ولایت کې پیل شوې دي.
لېسټ اې سیالۍ د کورني کرېکټ د پیاوړتیا په موخه هر کال ترسره کیږي.