پاکستان پرېکړه کړې، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند فعالیتونه منع کړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۵

د پاکستان دولت پرېکړه کړې، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند فعالیتونه منع کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارر نن دغه ګوند له هند او اسراییل څخه د مالي مرستو په تر لاسه کولو تورن کړ.

نوموړی وايي، چې د تحریک انصاف ګوند د فعالیتونو د بندېدو په اړه به د دې هېواد کابینه غونډه وکړي.
ښاغلي تارر په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې د تحریک انصاف په شتون کې د پاکستان پر مختګ ناممکن دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وایي: «د تحریک انصاف بهرني مالي ملاتړ، د می د نهمې ګډوډیو او په امریکا کې تصویب شوې پرېکړه لیک ته په کتو سره مونږ په دې باور یو، چې ډېر معتبر شواهد شته چې ښيي د یاد ګوند فعالیتونه به منع شي».
عطا تارر ټينګار وکړ، چې د دې هېواد دولت جدي پرېکړه کړې څو د تحریک انصاف ګوند فعالیتونه منع کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اساسي قانون ۱۷مې مادې دا حق دولت ته ورکړی، چې سیاسي ګوندونه ممنوع کړي او دا موضوع به د هېواد عالي دیوان ته هم راجع شي.
د پاکستان د اساسي قانون د ۱۷می مادې دویم بند وایي: «هر هغه کس چې د پاکستان رسمي کارکوونکی نه دی، د یوه سیاسي حزب د جوړېدو او یا پکې د غړیتوب حق لري، مشروط پر دې چې د هېواد د ګټو لپاره یې معقول محدودیتونه وضع کړي دي، لکه د پاکستان ارضي تمامیت او حاکمیت ته زیان رسول.»
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر کارپوهان د پاکستان د حکومت دغه اقدام د دې هېواد په ملي اسمبلۍ کې د عمران خان د ګوند د تر ټولو لوی ګوند د جوړېدو د مخنیوي یوه هڅه بولي.
تارر دغه راز ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د خپلو سیاسي ګټو لپاره د پاکستان په ضد هوکړه لیک سره هڅه کړې چې ډېپلوماتیکې اړیکې زیانمنې کړي.
د یادولو ده، چې په پاکستان کې یوې محکمې دوه ورځې وړاندې د واده په مساله کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته برائت ورکړ.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، نوموړي تر هغه وروسته برائت ترلاسه کړ، چې په پارلمان کې یې د هغه ګوند ډېرې څوکۍ وګټلې او پر دولت یې فشار زیات کړ.

نور خبرونه

رادیو