د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسید وايي، د دې ډلې پرضد د پاکستان پوځ د عزم استحکام عملیات نشي کولی دوی کمزوري کړي.
مفتي نور ولي د پاکستان د هغو مذهبي او سیاسي ګوندونو د مشرانو مننه هم کړې، چې د دې عملیاتو مخالفت یې کړی دی.
مفتي نور ولي مسید وايي چې تحریک طالبان پاکستان د زرګونو وسله والو او فدایانو یوه لویه ذخیره لري او د ده په وینا «موږ کولای شو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په پرله پسې توګه پر پوځي مرکزونو ډله ییز بریدونه وکړو، په پاکستان کې د پانګونې ټولې کورنۍ او بهرني پروژې ناکامه کړو خو دا مهال موږ د ملت او هېواد او د ځينو ځانګړو سياسي ګټو په خاطر د جګړې حالت په يوه تعادل کې ساتلی دی، نو دا بې بنسټه عمليات موږ نه شي کمزوری کولای.»
مفتي نور ولي مسید په خپل دغه پېغام کې ادعا کوي «چې تحریک طالبان پاکستان په ټول هېواد کې یو نه ماتیدونکی، منظم چریکی ځواک او منظم تنظیمی جوړښت، پوځی او استخباراتی نظام لری، چې په رڼا کې یې دا خپل سپیڅلی جهاد پرمخ وړي»
متفي نور ولي مسید د نورو هېوادونو اندېښنو ته په ځواب کې همدارانګه ټینکار کوي چې کومه بهرنۍ اجنډا نه لري او د پاکستاني جنرالانو او واکمنانو د ظلمونو په وړاندې یې له ځانه دفاع پیل کړې ده.
د ټي ټي پي مشر د امریکا یولسم سپټمبر پېښو ته اشارې ویلي چې د پاکستان هغه وخت چارواکو په یو ټلفون د قبایلي سیمو اسلامي او قبایلي کلتور د ختمولو او د ډالرو په خاطر په لر او بر پښتونو باندې یوه خطرناکه جګړه مسلطه کړه چې په نتجه کې دغه قبایلي سیمو ازاد حثیثت یې ختم کړ چې له دې سره یې په قدرتي وسایلو باندې قبضه کړې ده.
مفتي نور ولي زیاتوي چې روانه جګړه پر دوی تپل شوې ده.
پاکستان په دې وروستیو کې په خیبربښتونخوا او پلوچستان کې د ټي ټي پي او نورو وسلوالو د ځپلو په موخه د عزم استحکام عملیات اعلان کړي دي خو په پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو ددې عملیاتو مخالفت کړی دی.