د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د افغانستان په وخت د شپې په ۲۲:۳۰ بجو په دوهمه تمريناتي لوبه کې له مراکش لوبډلې سره مخامخ شي.
دا سيالۍ د مراکش په رباط ښار کې تر سره کيږي.
د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ تمریناتي لوبه درې ورځې وړاندې ۱-۴ په پایلې سره د مراکش په ګټه پای ته ورسېده، چې مراکش د فیفا په درجه بندۍ کې شپږم ځای لري.
له لومړۍ لوبې وروسته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضوي د مراکش پر وړاندې، چې د نړۍ یو له پیاوړو لوبډلو څخه ده د خپلو لوبغاړو له سيالۍ څخه خوښي څرګنده کړه او د لوبڅار تېروتنې یې د لوبې پر پايلي اغېزمنې وبللې.
د چهارشنبې د شپې په لوبه کې افغان لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې د مراکش پر وړاندې مقاومت وکړ او لوبه له کوم ګول پرته پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې د افغانستان یوازینی ګول مهران غلامي وکړ.
په نړیوال جام کې له ګډون مخکې د افغانستان لوبډلې لپاره د چمتوالي لوبې مهمي دي.
د چمتووالي په وخت کې تخنیکي کارکوونکي کولای شي له ځواکمنو لوبډلو سره په لوبو کې د لوبډلې کمزورتیاوې او قوتونه په ګوته کړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله، چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د تیاریو په حال کې ده، د مراکش د فوټسال له ملي لوبډلې سره د دوو تمريناتي لوبو لپاره دغه هېواد ته تللې ده.
افغانستان د نړیوال جام په دریم ګروپ کې د ارجنټاین، اوکراین او انګولا له لوبډلو سره سيالۍ لري.
په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبو مهال ویش:
افغانستان – انگولا (یکشنبه ٢٥ وږي۱۴۰۳)
افغانستان – ارجنتاین (چهارشنبه ٢٨ وږي۱۴۰۳)
افغانستان – اوکراین (شنبه ۳۱ وږي ۱۴۰۳)
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو په ګډون د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۴مه د شنبې په ورځ پيل او د تلې مياشتې تر ۱۵ نېټې به دام وکړي.
دا څلورم ځل دی چې د فوټسال نړیوال جام په اسیا او د لومړي ځل لپاره په منځنۍ اسیا کې ترسره کېږي.