د پښتونخوا د مرکز پېښور ښار په باچا خان هوايي ډګر کې نن د سعودي هوايي شرکت الوتکې د کېناستو پرمهال اور اخیستی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغې االوتکې ۲۷۶ مسافر او ۲۱ د عملې غړي درلودل.
که څه هم د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی، خو د ځینو نورو راپورونو له مخې بیا په دې پېښه کې شاوخوا پنځلس کسان ټپیان شوي دي.
ددغو راپورونو له مخې، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او ویل کیږي، چې په ټپیانو کې ښځې هم شته، خو دقیق شمېر یې روښانه نه دی.
سره له دې چې د اور لګېدنې لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو د اړوندو مسوولانو په وینا، وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
د یادولو ده، چې د سعودي هوايي شرکت هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې ټول مسافر او د عملې غړي په خوندي توګه اېستل شوي دي.