ځايي سرچینې: د خیبرپښتونخوا په خیبر دره کې وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۰

ځايي سرچينې وايي، د خیبرپښتونخوا د خیبر په لنډي کوتل کې وسله والو تېره ورځ دوه تنه په ډزو وژلي.
دا لا نه ده څرګنده چې دغه کسان څوک دي خو په انځورونو کې داسې ښکاري چې دوی خپله د وسله والو نږدې کسان دي او اوږدې څڼې لري.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن چهارشنبه د (چنګاښ۲۰مه) د ټيلیفون له لارې وويل چې د خیبرپښتونخوا خیبر درې په لنډي کوتل کې وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي او د دوی یوه ویډیو یې هم خپره کړې.
سرچینې وايي، دغه کسان وسله والو په دې تور وژلي چې ګنې پاکستاني پوځ ته یې د دوی د ملګرو جاسوسي کړې وه.
که څه هم په دې اړه ټي ټي پي لا په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو په خواله رسنیو کې د دغې ډلې ځینو پاڼو د دغو دوو تنو د وژلو ویډیو او انځورونه خپاره کړي او دوی یې په جاسوسۍ تورن بللي دي.
په سیمه کې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې څو ورځې وړاندې په خیبر دره کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د عبدالرحمان په نامه د یوه قوماندان په ګډون اووه وسله وال وژل شوي وو، چې په سیمه کې وسله والو دغه دوه تنه په دغې پیښه کې ښکيل بللي دي.
په خیبر دره کې وسله والو ویلي، چې دغو دوو تنو د دوی د ملګرو په اړه پاکستاني پوځ ته معلومات ورکړي وو، نو ځکه یې د دوی په خبره ووژل.
په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه او چاودنې تر پخوا زیاتې شوې دي او په کلیو کې د وسله والو ډلو شمېر هم تر پخوا زیات شوی چې د سیمې خلکو په خبره وسله وال د دوی کورونو ته ورځي او په زور پرې خپلې غوښتنې مني، د دې تر څنګ هر چاته یې چې زړه شي هغه وژني.

نور خبرونه

رادیو