د افغانستان د کرېکټ بورډ په نوښت د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په لومړۍ لوبه کې میوند اتلانو سیالې لوبډلې پامیر لیجنډز ته د ۲۷۵ منډو هدف وټاکه.
دغه سیالۍ نن په کندوز ولایت کې پیل شوې او ۱۴ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې په دغو لوبو کې شرف الدین اشرف ۱۰۶ منډې جوړ کړې دي.
نوموړي په دغه سیالۍ کې د ۸ څلوریزو او په ۴ شپږېزو سره په ۹۵ توپونو کې ۱۰۶ منډې جوړې کړې دي.
په دې سیالیو کې میوند اتلان، پامیر لېجنډز، ماهیپر ستوري او هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګډون لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د پامیر لیجنډز او میوند اتلان لوبډلو تر منځ لومړۍ لوبې ته په زرګونه مینوال راغلي او خپل اتلان هڅوي.