د پاکستان او د افغان طالبانو ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر دوام پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.
په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي او هلته به د طالبانو سره د ترهګرو د پټنځایونو په اړه خبرې وکړي.
پاکستان په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې له افغان خاورې دې پر دوی د بریدونو مخه ونیسي او په خپله خاوره کې دې د ترهګرو پرضد پرېکنده ګام واخلي.
نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د عرفان صدیقي په مشرۍ د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو د دایمي کمېټې په لومړۍ غونډه کې وکړې او ویې ویل:« افغانستان زموږ ورور هېواد دی. زه به په راتلونکو څو ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم.»
هغه وایي:« موږ له افغانستان سره خورا نږدې اړیکې درلودې او دوام به ورکوو.»
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، په چينايي اتباعو د بريد موخه د پاکستان او چين ترمنځ اړیکو کې درز پيدا کول دي.
هغه ټینګار وکړ، اسناد ښيي چې په دې پېښو کې د ټيټيپي لاس دی او دا ډله په افغانستان کې حضور لري.
هغه ویلي:« د امنیت خوندي توب زموږ لویه ستونزه ده، چې پاکستان یې اوسمهال له افغانستان سره لري.»