د افغانستان د کرېکټ بورډ په نوښت د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په لومړۍ لوبه کې میوند اتلانو لوبډلې پامیر لیجنډز ته د ۷۰ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د ميوند اتلانو لوبډلمشر شرف الدين اشرف د ۱۰۶ او اسلام ځاځي د ۶۰ منډو په جوړېدو بهترينه ملګرتیا وکړه او لوبډله يې تر بريا ورسوله.
د دغو يو ورځنيو لوبو د لومړۍ سيالۍ پچه د ميوند اتلانو لوبډلې وګټله او لومړۍ يې توپ وهنه غوره کړه.
میوند اتلانو لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلي سيالې لوبډلې پامير ليجنډز ته ۲۷۷ منډې هدف وټاکه.
د پامير ليجنډز لوبډلې توپ اچوونکو نويد ځدراڼ او عبدالله احمدزي د سيالې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.
پامير ليجنډز لوبډلې په ۴۳،۵ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې جوړې کړې او په لومړۍ لوبه کې یې د ۷۰ منډو په توپير ماتې وخوړه.
دغه سیالۍ نن په کندوز ولایت کې پیل شوې او ۱۴ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، په دې سیالیو کې میوند اتلان، پامیر لېجنډز، ماهیپر ستوري او هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګډون لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د سياليو نندارې ته په زيات شمېر مينوال ورغلي او خپل اتلان هڅوي.