کرېکټ بورډ: د اووم پړاو لېسټ اې لوبو پیل د میوند اتلانو او پامیر لېجنډز لوبډلو په لوبه وشو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۰

د افغانستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، د اووم پړاو لېسټ اې لوبې د څلورو لوبډلو ترمنځ په کندوز ولایت کې پیل شوې او (د زمري میاشتې تر ۴مې نېټې) به دوام ولري.

د افغانستان کرېکټ بورد وايي، نن چهار شنبه د (چنګاښ ۲۰مه) په کندوز ولایت کې د څلور لوبډلو ترمنځ لېسټ اې لوبې پیل شوې.
دغه یو ورځنۍ سیالۍ چې ۱۴ ورځې به دوام وکړي د میوند اتلان، پامیر لېجنډز، ماهیپر ستوري او هندوکش سټرایکرز لوبډلو تر منځ د جام ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي.
د اووم پړاو لېست اې سیالیو لومړۍ لوبه د میوند اتلانو او پامیر لېجنډز لوبډلو په لوبه پیل شوه.
د لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د میوند اتلانو لوبډله کې د شرف الدین اشرف په لوبډلمشرۍ صدیق اتل، نعمان شاه اغا، بهیر شاه، اسلام ځاځی، اصف موسی زی، محمد اکرم، محمد الله لوګری، نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحمان زوی او یما عرب لوبېږي.
همدارنګه په پامیر لېجنډز لوبډله کې د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ ریاض حسن، ارشاد الدین ساپی، اکرام علي خېل، شاهد الله کمال، اعجاز احمدزی، عبدالرحمان، نصیر معروف خېل، عبدالباقي، عبدالله احمدزی او نوید ځدراڼ لوبېږي.
د دغو سیالیو د تېر کال جام د میوند اتلانو لوبدلې ګټلی و.

نور خبرونه

رادیو