د جماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان د "عزم استحکام" عملياتو د پايلو په اړه خبرداری ورکړی او له طالبانو سره يې د خبرو اترو غوښتنه کړې.
نوموړي د دوشنبې په ورځ باجوړ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې پاکستان او په ځانګړې توګه د پښتنو سیمه نور پوځي عملیات نه شي زغملی.
نوموړي د خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې خبرې اترې د ستونزو د حل یواځینۍ لاره ده، نه جګړه.
هغه له طالبانو سره د خبرو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې پاکستان باید له افغانستان سره خبرو ته کېني، ځکه چې افغانستان د دوی دښمن نه دی.
نوموړي همدا راز له طالبانو هم وغوښتل، چې خپله خاوره دې د پاکستان پر ضد ونه کاروي.
نوموړي د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د ټولو سیاسي ګوندونو او خلکو غوښتي، چې هېڅ ډول پوځي عملیاتو د ترسره کېدو اجازه ورنه کړي.
هغه استدلال وکړ، چې پوځي عملیات د پوځ او ولسي خلکو ترمنځ کرکه راپاروي.
هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان باید خپل بهرنی سیاست د امریکا د ګټو لپاره و نه کاروي؛ بلکې په دې برخه کې باید خپلواک سیاست ولري.