د ملګرو ملتونو ځانګړی راپو ورکوونکی: افغان مېرمنې او نجونې په ورزشي لوبو کې د ګډون حق لري

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۹

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پارېس په المپيک سياليو کې د افغان ښځينه لوبغاړو د ګډون اړوند د طالبانو دريځ ته په غبرګون کې ويلي، چې دغه ښځيه لوبغاړي حق لري، په ورزشي لوبو کې برخه واخلي.

ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې دننه او بهر د ورزشي بنسټونو څخه وغوښتل، چې د افغان ښځینه لوبغاړو ملاتړ وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک کمېټې یوه ویاند ویلي وو، چې د پارېس په المپیک سياليو کې درې افغان ښځینه لوبغاړي دوی په رسميت نه پېژنې.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپله اېکس پاڼه کې ليکلي: «زه د ۲۰۲۴ کال د المپیک او د پارالمپیک پارېس په سیالیو کې د افغان ښځو او نارینه و الهام بخښوونکو سیالیو ته په ډېرې لېوالتیا سره په تمه یم .»

د المپیک نړۍوالې کمېټې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د المپیک له ملي کمېټې سره په مشوره د پارېس المپیک سیالیو کې د ګډون لپاره یوې شپږ کسیزې ډلې ته چې درې ښځینه او درې نارینه افغان لوبغاړي دي بلنه ورکړې ده.

د اولمپیک نړۍوالې کمېټې په ۱۹۹۹ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال پر افغانستان د اولمپیک په لوبو کې د ښځو د نه ګډون له امله بندیز ولګاوه.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته افغانستان وکولای شول، چې د لوبو ډګر ته بیا راستون شي.

نور خبرونه

رادیو