پاريس ۲۰۲۴ المپيک؛ طالبان په دې سياليو کې د درېیو ښځينه افغان لوبغاړو ګډون نه مني

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۸

په افغانستان کې د طالبانو د ورزش د برخې يو ویاند ويلي، چې دوی هغه درې ښځینه لوبغاړې په رسمیت نه پېژني، چې د پاریس په المپیک سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

اتل مشواڼی زياتوي، چې په افغانستان کې د نجونو ورزش بند شوی دی.

د طالبانو د ورزشي ادارې ویاند اتل مشواڼي فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، چې د پاريس په سيالیو کې يوازي درې افغان نارينه لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کولای شي.

د المپیک نړۍوالې کميټې د افغانستان د المپیک له ملي کمېټې سره په مشوره شپږ افغان لوبغاړي، چې درې یې ښځینه او درې نارینه دي بلنه ورکړې.

دغه طالب ویاند فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي: «اوس مهال په افغانستان کې د نجونو ورزش بند شوي دي. کله، چې د نجونو ورزش نه وي، نو څنګه کولای شي چې ملي لوبډلې ته لاړ شي؟»

درې واړه ښځينه او دوه نارینه لوبغاړي له افغانستانه بهر ژوند کوي.

ښځينه افغان لوبغاړي به په دې سياليو کې د بایسکل چلولو په برخه کې ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو