پاکستاني لوبغاړي اشعب عرفان د کانسو ازاد سکواش سياليو اتلولي په خپل نوم کړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۸

د پاکستان د سکواش سياليو لوبغاړي اشعب عرفان په امريکا کې د کانسو ازاد سکواش په لوبو کې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د دې سيالیو اتل شو.

نوموړي د سياليو په پایلوبه کې خپل هندی سيال مات کړ.

پاکستان راډيو په خپل خبر کې ويلي، چې عرفان د دې سيالیو پايلوبه له هندي لوبغاړي چوتراني څخه ۳ پر ۲ د «۱۱-۷، ۸-۱۱، ۱۲-۱۰، ۸-۱۱ او ۱۱-۸»نمرو په توپیر وګټله.

عرفان د سياليو په نيمه پايلوبه کې خپل کاناډايي سيال لیام موریسن ته درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

د ۲۰۲۴ کال د کانسو ازاد سکواش د قهرمانۍ دغه سيالۍ د امریکا په هيوسټن کې تر سره شوې.

نور خبرونه

رادیو