افغانستان په لومړي ځل د کرېکټ د نړۍوالې شورا په چمپينز ټرافي کې لوبېږي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۴

د کرېکټ د نړۍوالې شورا د چمپينز ټرافۍ لپاره اته لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې، چې افغانستان په بي ګروپ کې له اسټرالیا، انګلنډ او سوېلي افریقا سره لوبې لري.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا د چمپینز ټرافي لوبې د اتو هېوادونو ترمنځ د پاکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.
دغه سیالۍ یو ورځنۍ دي او د ۲۰۲۱ کال د یو ورځینو نړۍوال جام څخه ورته لوبډلې ټاکل شوې دي.
په دغو سیالیو کې هند، پاکستان، بنګله‌دېش او نیوزیلنډ په اې ګروپ کې او افغانستان، اسټرالیا، انګلنډ او سوېلي افریقا په بي ګروپ کې د یو بل پد وړاندې لوبېږي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د خپل کرېکت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د چمپينز ټرافي سیالیو کې ګډون کوي.
که څه هم دغه سیالۍ شاوخوا اووه میاشتې وروسته ترسره کېږي؛ خو د افغانستان کرېکټ بورډ تر دې مهاله د یادو سیالیو لپاره د چمتوالي په اړه څه نه دي ویلي.
الجزیري خبري شبکې د سرچینو په حواله خبر خپور کړی، چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د چمپینز ټرافي سیالي د لاهور ښار په قذافي نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
خو د هندوستان حکومت له څو کلونو راهیسې له پاکستان سره د روانو سیاسي کړکېچونو له امله خپله لوبډله پاکستان ته نه ده لېږلې.
هندوستان تېرکال د پاکستان په کوربه‌توب د کرېکټ د یو ورځینو سیالیو پر مهال هم خپلې لوبډلې ته اجازه ورنه کړه، چې پاکستان ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ لوبې په سریلانکا کې تر سره شوې.
خو په یادو سیالیو کې پاکستان ته د هندوستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د تګ په اړه رسمي څه نه دې ویل شوي.
یادې سیالۍ د راتلونکي کال د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د پاکستان په کوربه‌توب پیلیږي.
دغه سیالۍ به د پاکستان لاهور، کراچۍ او د راولپنډۍ په لوبغالو کې تر سره شي.

نور خبرونه

رادیو