شهباز شریف: نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په اقتصادي او پراختیايي برخه کې مرسته وکړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۴

د پاکستان لومړی وزیر وايي، نړیواله ټولنه باید «د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اقتصادي او پراختیايي اړتیاوو پوره کولو کې د مرستې لپاره فعالانه ګډون وکړي»

شهباز شریف نن په استانا کې د شانګهای سرمشریزې ته د وینا پر مهال، افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر ضرورت هم ټینګار وکړ.

شهباز شریف چې وړمه ورځ تاجکستان ته تللی و، له هغه ځای د شانګهای سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې الماتا ته پرون ورسېد.

د پاکستان رادیو د راپور له مخې، ښاغلي شریف دغې سرمشریزې ته په خپله وینا کې زیاته کړه، چې طالبان دې هم د اغېزناکو ګامونو اخیستلو سره دا باوري کړي چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پرضد نه کارېږي.

هغه دا هم وویل، چې «د فرد، ډلې یا دولت په چوکاټ کې ترهګرۍ» د هر ډول د مخنیوي لپاره باید هېوادونه ټولیز ګامونه پورته کړي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو او په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو زیاتېدو سره اسلام اباد تور لګوي چې افغان خاوره یې پرضد کارېږي.

واکمن طالبان دا تور ردوي او وايي، د پاکستان ضد وسلوال د دغه هېواد خاوره کې د فعالیت لپاره سیمې په ولکه کې لري.

طالبان نه بلل

شانګهای سرمشریزه پرون «د تلپاتې پراختیا او سولې لپاره هڅې او څو اړخیزو خبرو پیاوړتیا» په نوم پرون پیل شوې او نن هم روانه ده.

په دې ناسته کې د روسیې، قزاقستان، هند، ایران، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، منګولیا، اذربایجان، قطر متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان مشران او استازي ګډون لري.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای سازمان څارونکی غړی دی.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې به افغان چارواکي د دې سازمانو غونډو ته بلل کېدل، خو له درې کلونو راهیسې دا ډله نه ده ور بلل شوې.

نور خبرونه

رادیو