جیونیوز: شهباز شریف وايي تاجکستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ اصلي قربانیان دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۳

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمن سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي، چې دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قربانیان دي.

جیو نیوز د شهباز شریف له قوله ویلي، چې پاکستان د ۲۰۱۷ کال راهیسې هڅه کوي چې د ترهګرۍ جرړې وباسي او په دې برخه کې یې ستره بیه هم پرې کړې؛ خو د نوموړي په وینا لا هم ترهګري په سیمه کې مخ په ډېرېدو ده.
تر ډېره پاکستان د ترهګرۍ اصلي ځالې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې یادوي او وايي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترهګري زیاته شوې او د دوی مخالفې وسله‌والې ډلې په افغانستان کې مرکزونه او پټنځایونه لري.
بله غاړه تاجکستان هم ویلي، چې نن سبا د منځنۍ اسیا ډېر هېوادونه د افغانستان له خاورې له ترهګریزو ګواښونو سره مخامخ دي.
خو طالبانو په وار، وار ویلي چې د دوی په واک کې د افغانستان هېڅ ګاونډي یا د نړۍ د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه دوی چا ته اجازه ورکوي، چې د دوی له خاورې دې نورو ته ګواښ پېښ کړي.
بله غاړه بیا بلې پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپرس تریبون، لیکلي چې د پاکستان او تاجکستان مشرانو د چین، تاجکستان او افغانستان تر منځ پر ګډ کریډور خبرې کړي.
ښاغلي شریف وړاندوینه کړې، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به تر راتلونکي کاله بشپړه شي او پر مټ به یې د سیمې هېوادونه د پرمختګ جوګه شي.
کاسا ۱۰۰۰ پروژه د منځنۍ اسیا په کچه ستره پروژه یادېږي، چې له قرغزستان او تاجکستانه به برېښنا افغانستان او بیا به یې پاکستان ته ولېږدوي.
د دغې پروژې کار په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې پیل شوی و؛ خو لا هم بشپړ شوی نه دی.

نور خبرونه

رادیو