په کرېکټ کاکا مشهور د افغان ملي لوبډلې بوډا مینوال او ملاتړی مړ شو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۳

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې بوډا مينوال رضا خان کاکا، چې په کرېکټ کاکا هم مشهور و، د ناروغۍ له امله د کابل په يوه روغتون کې پرون مړ شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ او د ورزشي برخې ډېری خبریالانو او د کرېکټ مینوالو د نوموړي پر مړينه خواشني ښودلې او د هغه کورنۍ ته يې تسليت ويلی.

رضا خان کاکا له څه مهال راهیسې ناروغ او د کابل یوه روغتون کې بستر و.

د افغان کرېکټ بورډ چارواکي هم څلور ورځې مخکې د نوموړي پوښتنې ته روغتون ته ورغلي وو او د نوموړي د درملنې د لګښت ور کولو ژمنه یې کړې وه.

کرېکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې د نوموړي پر وفات خواشیني ښودلې او ليکلي یې دي، چې «رضاخان کاکا به همېشه پر نړیوالو لوبغالو افغان اتلان هڅول او په هر حالت کې به یې د دوی ملاتړ کاوه. رضاخان کاکا به همېشه زموږ په زړونو او فکرونو کې وي.»

رضا خان کاکا په دې مشهور و، چې د افغانستان د لوبو پر مهال به یې واسکټ او لنګوټه د ملي رنګونو جوړ او د لوبغاړو د هڅونې لپاره به یې ملي بيرغ رپاوه.

په ټولنيزو رسنيو کې د ورزش مينه والو، مسولينو، لوبغاړو او عامو خلګو هم د هغه پر مړينه خواشني ښودلې.

دوی ویلي چې رضا خان کاکا د کرېکټ ملاتړ سره ځوان نسل ته د وطن پالنې درس ور کاوه.

کاکا به د ملي لوبغاړو د هڅونې لپاره لوی ملي بيرغ په لاس او د کرېکټ د ډېرو لوبو پر مهال به یې په لوبغالو کې رپاوه.

هغه په هند، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو نړيوالو لوبغالو کې د کرېکټ د ملي لوبډلي د ملاتړ لپاره لوبو ته تللی و.

رضاخان کاکا د پکتيا ولایت اوسېدونکی و او جنازه يې نن د څکمنيو ولسوالۍ په نرګسي کلي کې خاورو ته وسپارل شوه.

نور خبرونه

رادیو