د ملګرو ملتونو یوې کاري ډلې د عمران خان نیول خپلسري او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیونه «خپلسرې او له نړیوالو قوانینو سرغړونه» بللې ده.

دغې کاري ډلې د ښاغلي خان د ژر تر ژره خوشې کېدو او هغه ته د تاوان ورکولو د حق غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه کاري ډله، چې په جنیوا کې ده، د ښاغلي خان پر وړاندې قضايي ګام د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند پر ضد د «ډیر پراخ کمپاین» یوه برخه بولي.

دغې کاري ډلې په یوه یادښت کې لیکلي، چې په پاکستان کې د تېرو ټاکنو په درشل کې د عمران خان د ګوند غړي ونیول شول او شکنجه شوي چې د دوی لاریونونه ګډوډ شول.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د لومړي وزیر له څوکۍ تر ګوښه کېدو وروسته له ۲۰۰ نه زیاتو قضیو کې تورن شوی دی او د تېر کال له اګسټ میاشتې راهیسې په زندان کې دی.

ښاغلي خان دغه قضيې له واکه د لرې ساتلو لپاره د خپلو سياسي مخالفانو له خوا د سياسي هڅونې او دسیسې بللې دي.

تېره اوونۍ د اسلام اباد محکمې د خان او د هغه د مېرمنې د بند سزا ځنډولو غوښتنه رد کړه.

تر دې مخکې د پاکستان سترې محکمې د فساد په یوه قضیه کې د خان او د هغه د مېرمنې د ۱۴ کاله بند سزا وځنډوله.

د لومړي وزیر شهباز شریف یوه سلاکار تېره اوونۍ ویلي وو: «حکومت به هڅه وکړي چې هغه تر هغه وخته پورې په زندان کې وساتي چې امکان ولري.»

ځینې شنوونکي په دې باور دي چې د عمران خان پر ضد د قضیو تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی.

نور خبرونه

رادیو