د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته رسېدو سره د دغه هېواد له ولسمشر سره پر خپلمنځي اړیکو وغږېد.
شهباز شریف له امام علي رحمان وغوښتل چې په پاکستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي او هم په مختلفو برخو کې ور سره اړیکي پراخ کړي.
د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې د شهباز شریف د تاجکستان د ملي اتل اسماعیل ساماني د یادګار څخه د لیدنې ترڅنک د هغه پر یادګار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف به په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او نورو چارواکو سره وګوري.