د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډله له کابله د قرغزستان په لور روانه شوه.
دغه لوبډله به د قرغزستان په جلال اباد ښار کې د مرکزي اسيا په (کافا) جام کې له خپلو سيالانو سره مخامخ شي.
افغانستان په لومړي ګروپ کې د قرغزستان او تاجکستان سره سيالۍ لري.
له ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال د «کافا» په نوم سياليو کې د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ایران، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو لوبډلې برخه لري.
دغه سيالۍ به د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۱۳ د قرغزستان په کوربتوب په جلال اباد ښار کې پيل او د همدې مياشتي تر ۲۳مي نېټې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو ګروپي پړاو به د لوبو د نمرو ترلاسه کولو په اساس تر سره کيږي.
د دواړو ګروپونو مخکښې لوبډلې به د اتلولۍ مقام د ترلاسه کولو لپاره د سیالیو پای لوبه کوي.
د دواړو ګروپونو دوهمي لوبډلې به د دریم مقام لپاره او دریم به د پنځم مقام لپاره سیالۍ تر سره کړي.